د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دبرینت ویلي، چې سږ کال د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کم شوي دي.
نوموړي د اګست په ۳مه ویلي، چې په روان میلادي کال کې تر دې دمه شاوخوا ۷۰ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې د تېر کال په همدې موده کې ۱۴۰ زره وو.
هغه ټینګار کړی چې آلمان به د پناه غوښتونکو د شمېر کمولو دغه لړۍ روانه وساتي او له انسانقاچاقبرو سره به لا سخت چلند کېږي.
په همدې تړاو، شپږ اروپایي هېوادونو د جولای په پای کې په یوه ناسته کې د پناه غوښتنې پر ضد د سختو تدابیرو په شمول د افغان او سوریایي پناه غوښتونکو بېرته شړلو، هوکړه هم کړې.
آلمان د جولای ۲۷مه، ۸۱ افغان پناه غوښتونکي چې په جرمونو تورن وو، بېرته افغانستان ته شړلي دي.

