د پاکستان د اېمکیواېم ګوند مشر الطاف حسین د پاکستان له حکومته غوښتي، چې پر افغانستان د بمبارۍ پر ځای له کابل سره د خبرو لاره غوره کړي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، که اسلاماباد د انسانیت او ښه ګاونډیتوب سیاست غواړي، نو باید له افغانستان سره خپل اختلافات د مذاکراتو له لارې حل کړي، نه د پوځي فشار له لارې.
الطاف حسین همدارنګه ټینګار کړی، چې پاکستان باید د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب پر ځای لومړی له کابل سره خپلې سیاسي او امنیتي ستونزې حل کړي.

