سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهالشرع ټرمپ سره لیدنه کې؛له امریکايي شرکتونو د سوریې په نفتو او...

الشرع ټرمپ سره لیدنه کې؛له امریکايي شرکتونو د سوریې په نفتو او ګازو کې د پانګونې غوښتنه کړې

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت ویلي، چې د سوریې د موقت حکومت مشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال له امریکايي شرکتونو غوښتنه کړې چې د سوریې د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.

لویت زیاته کړې، چې دغه غوښتنه د سوریې د اقتصادي بیا رغونې لپاره شوې ده.

هغې دا هم ویلي، چې ټرمپ له الشرع څخه غوښتي چې د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو ابراهیم تړون لاسلیک کړي او همداراز فلسطیني وسله‌وال له سوریې وباسي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here