سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهالجزیره:پاکستان کې له کړکېچونو سربېره، د پوځ مشر عاصم منیر د ټرمپ...

الجزیره:پاکستان کې له کړکېچونو سربېره، د پوځ مشر عاصم منیر د ټرمپ له نږدې متحدینو څخه دی

الجزیرې په یو راپور کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په ۲۰۲۵م کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې متحدینو څخه ګرځېدلی دی.

راپور کې راغلي، ټرمپ څو ځله په علني ډول د منیر ستاینه کړې او هغه یې «خپل د خوښې فیلډ مارشل» بللی، چې دا د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د بیا پیاوړتیا نښه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د مې میاشتې د هند او پاکستان لنډې جګړې د عاصم منیر نړیوال دریځ پیاوړی کړ او امریکا د همدې شخړې په پای کې د منځګړیتوب ادعا وکړه.

مقاله کې راغلي، پاکستان له دغه وضعیت څخه د خپل سیاسي، پوځي او ډیپلوماتیک نفوذ د پراخولو لپاره استفاده وکړه او له امریکا سره یې اړیکې له امنیتي همکارۍ هاخوا اقتصادي او ستراتیژیکو برخو ته وغځولې.

الجزیره زیاتوي، چې پاکستان له جدي کورني کړکېچ سره هم مخ دی؛ په ځانګړي ډول په لوېدیځو سیمو کې یې ناامني زیاته شوې، سیاسي مخالفین تر فشار لاندې دي، رسنۍ محدودې شوي او د واک تمرکز د پوځ په لاس کې ډېر شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here