الجزیرې په یوه تازه شننه کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې ښيي اسلاماباد د طالبانو او هند د نږدې اړیکو له زیاتوالي وېرېږي.
د راپور له مخې، د اکتوبر پر ۲۸مه د پاکستان او افغانستان د استازو تر منځ د اوربند د تمدید خبرې بېپایلې پاتې شوې، او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې د دې خبرې اترې د یوې درېیمې کړۍ، یعنې هند، له امله ناکامې شوې دي.
نوموړي ادعا کړې چې هند د طالبانو په مشرتابه کې نفوذ کړی، خو هېڅ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی.
د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغوی له لوري نه رامنځته کېږي.
شنونکي باور لري چې د اسلاماباد اندېښنه د هند او طالبانو د اړیکو وروستیو ګامونو زیاته کړې ده، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته ولاړ او نوي ډیلي کابل ته مرستې ولېږلې.
هند بیا په ځواب کې ویلي چې پاکستان خپلې ناکامۍ د ګاونډیانو په تورنولو پټول غواړي.

