د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف په مشرۍ یو ایراني پلاوی د امریکا سره د خبرو لپاره ټاکل شوي ځای ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، په پلاوي کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي، د ملي امنیت شورا منشي علي اکبر احمدیان او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي هم شامل دي.
تمه ده چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن له غرمې وروسته پیل شي، خو ایراني رسنیو ویلي چې دا مذاکرات به یوازې هغه مهال وشي چې د تهران یو لړ شرطونه ومنل شي، چې پکې پر لبنان د اسرائیل د بریدونو درول مهم شرط بلل شوی دی.

