افغان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره به د مارچ میاشتې په دویمه لسیزه کې په متحده عربي اماراتو کې شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبلړۍ ترسره کړي.
د کرېکټ بورډ په وینا، د دې سیالیو لپاره د ملي لوبډلې تمریني کمپونه په خوست کې پیل شوي دي.
په دغو تمریناتو کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړي برخه لري او ټاکل شوې چې د فبرورۍ تر ۲۶مې پورې دوام وکړي.

