حماسه میډیا ته یو شمېر افغان ډاکټرانو ویلي، د پېښور د RMI روغتون ټولو افغان ټرېني ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی چې که فعاله د پاکستان د طب شورا (PMDC) لایسنس ونه لري؛ نو ټرېنینګ به یې ودرول شي، که د ټرېنینګ په هر پړاو کې وي.
دوی وایي، د PMDC لایسنس ترلاسه کول د بهرنیو ډاکټرانو لپاره ستونزمن او وختنیونکی بهیر دی، چې له امله یې د ډېرو افغان ټرېني ډاکټرانو زدهکړې له خطر سره مخ دي.
د یادو ډاکټرانو په وینا، افغان ډاکټران ټینګار کوي چې دا اقدام د کلونو هڅې له منځه وړي.
دوی دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر پاکستانی ډاکټران په بېلابېلو روغتونونو کې د لوړو معاشونو او د قانوني محدودیتونو پرته کار کوي، چې دا حالت د متقابل چلند او عدالت په اړه پوښتنې را پورته کوي.
یاد ډاکټران د طالبانو حکومت له چارواکو غواړي چې د پاکستان له اړوندو ادارو سره عاجلې خبرې وکړي، د افغان ډاکټرانو د ټرېنینګ حق خوندي کړي او د هغوی مسلکي راتلونکی تضمین کړي.

