شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانافغان پوسټ؛په ننګرهار کې د پاسپورټونو تر کور رسولو بهیر پیل کړ

افغان پوسټ؛په ننګرهار کې د پاسپورټونو تر کور رسولو بهیر پیل کړ

د ننګرهار د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، په دغه ولایت کې د افغان پوسټ له لوري خلکو ته د نویو پاسپورټونو د کور تر دروازې رسولو بهیر پیل شوی دی.

چارواکي وايي چې دا خدمت اختیاري دی او لګښت یې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست مشر عبد الکریم حسیب دغه بهیر «چټک، اصولي او قانوني» بللی دی.

د افغان پوسټ عمومي مسؤول رحمت‌الله مکي وایي چې په ټول هېواد کې ۳۶۴ پوسته‌خونې او د کورونو ثبت شوي پته لري، نو ځکه به دا پروسه بریالۍ وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here