لیکوال: رحیم ناصر
د سیاسي او امنیتي چارو څیړونکی
په حيث د يو باخبره پښتون افغان يا يو هوښيار تحليلګر، دا ضروري ده چې طالبان د تېر وخت د عينکو له لارې و نه ګورو، بلکې د موجوده ميداني واقعيتونو، حکومتي چلند، سيمهييز توازن او داخلي ثبات پر بنسټ تحليل وکړو.
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محترم محمود خان اڅکزي دا خبره «چې د موجوده افغانستان طالبان په کلکه افغانان دي او په ملي ګټو پوه دي» څرګنده حقیقت دی.
تریخ حقیقیت هم دا دی چې د افغانستان طالبان په عملي توګه افغانان دي.
که څه هم د طالبانو پر حکومت ډېری انتقادونه شته، لکه د ښځو پر تعليم بنديز، د سياسي مظاهرو منع کول، او د رسنيو پر ازادۍ محدوديتونه؛ خو دا پاليسۍ د دې معنا نه لري چې د افغانستان د اوسني دولت جوړونې ټولې هڅې بايد رد شي.
دا چلند احساساتي، يو اړخيز او د تنګ نظر نښه ده، چې نه يوازې د افغان ولس لپاره زيان رسوونکی دی، بلکې د سيمې د سولې لپاره هم خطرناکه تمامېدلی شي.
افغانستان چې نن کوم حالت ته رسېدلی، دا يوازې د طالبانو د واک نه دی، بلکې دا د يو پراخ سياسي، ټولنيز او سيمهييز بدلون نښه ده.
د څلورو لسيزو جګړو، بهرنيو مداخلو، نيابتي جګړو او سياسي بېثباتۍ له کبله افغانه ټولنه ټوټې شوې وه.
په داسې حالاتو کې که يوه داسې ډله چې پخوا يې جهادي يا توندلارې بڼه لرله، اوس د حکومت واګې په لاس کې اخلي او د دولت ادارې فعالوي؛ نو د دوی پر نيت او ستراتيژۍ يو بېطرفانه جاج اړين دی.
دا رښتيا ده چې د طالبانو پر ځينو پاليسيو کلک انتقاد کېدای شي، لکه د ښځو تعليم بندول او د ولسي مظاهرو پر حق بنديز، چې د اندېښنې وړ حالت یې رامنځته کړی.
دا ګامونه د نړيوالو بشري حقونو له اصولو سره سمون نه لري او د افغان ولس يو پراخ نفوذ پکې اندېښنه لري؛ خو پوښتنه دا ده چې آيا يوازې د دغو دوه مسايلو پر بنسټ د طالبانو ټول حکومت ردول عاقلانه کار دی؟ که نه، بايد هغه برخې هم وڅېړو چيرته چې د اصلاح اميد يا د بدلون نښې هم ښکاري؟
د طالبانو د حکومت تمرکز اوس پر هغو بنيادي برخو دی چې د يو دولت د بقا او ثبات لپاره اړين دی: امنيت، ملي يووالی، اقتصادي بيا رغونه، او د ژبني، قبيلوي همغږۍ تأمين.
د ښځو د تعليم موضوع که څه هم ډېره مهمه او پېچلې ده؛ خو طالبان دا مؤقتاً شاته اچوي تر څو لومړنۍ اړتياوې لکه امنيت او اقتصادي ثبات سمبال کړي.
د دوی دا ستراتيژيک اولويتونه منل يا نه منل کېدای شي؛ خو دا له پامه غورځول يو تحليلي بېانصافي ده.
په امنيتي ډګر کې طالبانو مهم ګامونه اخيستي دي.
د داعش خراسان ډلې پر ضد ګڼ شمېر عمليات ترسره شوي، چې پکې د هغوی مشران وژل شوي دي.
په ځانګړې توګه په ننګرهار، کندوز او کابل کې د امنيتي عملياتو له لارې دا ښکاره شوه چې طالبان نور يوازې يو جهادي ډله نه ده، بلکې د يو دولت د امنيتي ځواک په څېر عمل کوي.
د هېواد په ډېری برخو کې د ننه جګړو شدت کم شوی، او د طالبانو شتون د وېرې نه، د امنيت نښه ګرځېدلې ده.
د انتقام له اړخه هم د طالبانو اوسنی چلند د پخوا په پرتله نرم شوی دی.
د نهمې لسیزې طالبانو او د 2021تمو طالبانو ترمنځ واضحه توپير ليدل کېږي.
پخوا له مخالفينو سره په بېرحمۍ چلند کېده، خو اوس عامه بخښنه اعلان شوې او د سياسي مخالفينو سره نسبتاً نرم چلند کيږي.
که څه هم په ځينو سيمو کې شکايتونه شته؛ خو د طالبانو عمومي چلند د يو مثبت تحول نښه ده.
طالبانو د ځوانانو په برخه کې هم غير متوقع خو مثبت ګامونه پورته کړي دي.
د افغان کرکټ لوبډلې فعاليتونه دوام لري، نړيوالو لوبو ته د تګ اجازه ورکړل شوې، او لوبغاړي د حکومتي ملاتړ نه برخمن دي.
نه يوازې دا چې ورزشي فعاليتونه نه دي بند شوي، بلکې ځينو مواردو کې هڅول شوي هم دي، چې دا د هغو کسانو لپاره يو جواب دی چې طالبان يوازې مذهبي سختدريځي ګڼي.
د بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې د طالبانو چلند تر ډېره عملي او د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ دی.
که څه هم نړۍ تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی منلی؛ خو طالبانو د امريکا سره خپلو اړيکو ته په ډېر احتياط پرمختګ ورکړی.
دا د بګرام هوایي اډې په هکله روان اوسنی مجلس یې یو روښانه مثال دی چې طالبان د ملي ګټو لپاره نور له سلا، او مفاهمت څخه کار اخلي.
بله دا چې د ترهګرۍ په ضد مسئلو کې طالبانو د امريکا ځينې اندېښنې منلې دي، تر څو له بشپړ نړيوال يوازیتوب څخه ځان خلاص کړي او دا ښه کار دی.
له چين سره هم طالبانو هوښيار او مفاهمتي چلند غوره کړی دی.
د چين پانګهوالو ته د کانونو، مخابراتو او انرژۍ په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړل شوې.
چين د طالبانو سفير هم ومانه، چې دا د طالبانو لپاره يو مهم نړيوال پرمختګ و.
که وګورو، له ايران سره که څه هم ځينې کړکېچونه وو، په ځانګړې توګه د سرحدي اوبو په مسئله کې؛ خو دا اختلافات د خبرو له لارې حل شوي دي.
همداسی له تاجکستان، ازبکستان او نورو مرکزي آسيا هېوادونو سره د سوداګريزې او انرژۍ اړيکې دوام لري.
له پاکستان سره اړيکې څه ناڅه پېچلې دي، په ځانګړي ډول د ټيټيپي په مسئله کې.
پاکستان هم په دې خپه دی چې ګویا ما تاسو شل کاله ساتلي واست، نن ستاسو هر ګام زما د ملي ګټو په ضد دی، هغه که له هند سره اړیکې وي او که سیمهییز امنیتې چارو کې ځانګړې پریکړې کول.
پاکستان هم په بیلابیلو طریقو (هوايي برید کول، کډوال وژل، په نړیوال فورم باندی په طالبانو نیوکې کول دي) هڅې تر لاسه کړي چې په طالبانو فشار راوړي؛ خو ګټه یې نه ده کړې.
وجه فقط د طالبانو ګامونه، د افغانستان د اوږد مهاله ګټو ته دوام ور کول دي چې د اسلام اباد نه ده خوښه.
له هند سره اړیکې جوړول د طالبانو يو زړور ګام دی.
که څه هم سياسي اړيکې يې ښې دي،؛ خو طالبانو د اشرف غني دورې پروژې او اقتصادي فعاليتونه جاري ساتلو ته علاقه ښودلې، چې دا د دوی عملي چلند څرګندوي.
موږ دا ویلی شو چې د طالبانو اوسنی حکومت له هر پلوه مثالي نه دی، او ډېری بشري حقونو سره تړلي مسايل لا هم موجود دي؛ خو پر دغو کمزوریو بنياد د ټولو مثبتو اړخونو، عملي اقداماتو او د ملي ګټو پر بنسټ پاليسيو غندنه يو غير منصفانه چلند دی.
د طالبانو د بريا يا ناکامۍ فيصلې بايد يوازې د مذهبي سخت دريځۍ يا د لويديځ د ټاکل شويو ډيموکراتيکو معيارونو له مخې ونشي، بلکې بايد دا وکتل شي چې طالبان افغانستان تر کومه حده يو باثباته، خپلواک او سولهييز دولت ته بدلولای شي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

