چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانافغان ایواک:د ناټو د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره مو نړیوال ائتلاف...

افغان ایواک:د ناټو د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره مو نړیوال ائتلاف جوړ کړ

د افغان ایواک ادارې اعلان کړی چې د ناټو له پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ لپاره یې له لوکل سټف انټرنشنل سره یو نوی نړیوال ائتلاف رامنځته کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاد ائتلاف به هڅه وکړي څو د بېلابېلو هېوادونو ژمنې منسجمې کړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې هغه افغانان چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کړی، له خطر سره یوازې نه پرېښودل کېږي.

افغان ایواک وایي، د دې نوښت موخه دا ده چې په راتلونکو نړیوالو ماموریتونو کې د سیمه‌ییزو همکارانو د ساتنې لپاره روښانه او عملي اصول جوړ شي او د تېر په څېر د هغوی د هېرېدو مخه ونیول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here