افغان ایواک بنسټ وایي، چې د افغان ځانګړې کډوالۍ ویزو (SIV) بهیر په قانوني ډول لا هم موجود دی، خو د امریکا د نوو اجرايي پالیسیو له امله عملاً ټکنی شوی او زرګونه افغان همکاران یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.
د بنسټ د معلوماتو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د افغانانو لپاره د ویزو ډېری چارې درولې دي، چې پکې هغه قضیې هم شاملې دي چې له مخکې یې رسمي امنیتي او اداري تایید ترلاسه کړی و.
افغان ایواک ټینګار کوي، چې ستونزه تخنیکي نه ده، بلکې د سیاسي پرېکړو او د ویزو د محدودیتونو پایله ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې زرګونه افغانان چې کلونه یې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره کار کړی، اوس په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، له خپلو کورنیو جلا شوي او د ژوند د ژغورنې لپاره د روښانه حل لارې په تمه دي.

