جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانافغان الاصله آلمانۍ سیاستوالې؛مهریه آشفته د هامبورګ ایالتي پارلمان ته لاره ومونده

افغان الاصله آلمانۍ سیاستوالې؛مهریه آشفته د هامبورګ ایالتي پارلمان ته لاره ومونده

افغان الاصله آلمانۍ سیاستواله، مهریه آشفته د هامبورګ ایالتي پارلمان غړې شوه.

نوموړې د سوسیال دموکرات ګوند کاندیده وه او له ۹۰۰۰ څخه زیاتې رایې یې خپلې کړې دي.

د هامبورګ ایالتي انتخابات د حوت ۱۲مه ترسره شول، چې آشفته پکې بریالۍ شوه.

هغې په خپل انسټاګرام پیغام کې ویلي، چې د بریا وړاندوینه یې نږدې ملګرو کړې وه؛ خو دې د ټاکنو په ورځ هېڅ داسې اټکل نه و کړی.

مهریه آشفته مدافع وکیله او د هامبورګ پوهنتون د حقوقو استاده ده.

نوموړې په کابل کې زېږېدلې او یوه کلنه وه، چې کورنۍ یې آلمان ته کډه شوې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here