د «افغانټایمز» رسنۍ مدیره سلما نیازۍ د هند او پرو له دوو نورو خبریالانو سره یو ځای د ۲۰۲۵ کال د «ځوان خبریال» نړیوالې جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.
دا جایزه د نړیوالو ځوانو رهبرانو ټولنې لهخوا ورکول کېږي.
سرچینې ویلي، چې د سلما نیازۍ ژورنالېستي فعالیتونه د افغانستان نویو ښځینه خبریالانو ته الهامبښونکي دي او د ښځو لپاره د غږ، حقیقت او مقاومت یوه نمونه ده.
نیازۍ، چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللې وه، له دوو کلونو پټ ژوند وروسته ایرلنډ ته کډواله شوې ده.
نوموړې له هغه ځایه خپل کار ته دوام ورکړی او له هغو خبریالانو سره یې همکاري کړې چې لا هم په افغانستان کې پټ فعالیت کوي.

