د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسېد.
اتونبایوا مخښکې له دې چې ماموریت یې پای ته ورسېږي، د جمعې په ورځ د طالبانو حکومت د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر سره تودیعي لیدنه وکړه، چې په کې د اوتونبایوا د هڅو او زحماتو ستاینه وشوه.
د طالبانو حکومت د کډوالو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اوتونبایوا د بشردوستانه مرستو د دوام ټینګار کړی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۲۵ کاري ډلې زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي دي او د اړتیاوو ارزونې وروسته به مرستې وویشل شي.
اوتونبایوا همدارنګه د شمال افغانستان لپاره د ۲۳ میلیونو ډالرو پروژې د پلي کولو خبر ورکړ، چې دوهم فاز به یې په نیمروز او فراه کې عملي شي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په سپتمبر کې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کړي او اوتونبایوا به خپل وروستی راپور وړاندې کړي.

