د نوي لمریز کال په پار د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په یو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له تېرو تقریبا څلورو کلونو راهیسې افغانستان د انزوا په حالت کې دی او د هېواد راتلونکی نامعلومې خواته روان دی.
اعلامیه کې راغلي، د یو بل کال پیل سره هم د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او د هلکانو زدهکړې بیا د ملايي کچې ته راټیټې شوې دي.
یاد خوځښت زیاته کړې، چې د ملایې طرز فکر د اسلامي اصولو د طرز فکر سره په مخالفت کې دی او د اسلامي احکامو سره هیڅ مطابقت نه لري.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د افغانستان سفارتخانې فلج او په نړیوال سټیج کې د افغانستان استازیتوب نور کوي.
دوی یو وار بیا هیله ښودلې، چې افغانستان کې په نوي کال کې د نفې سیاست ختم او ټول په یو ټغر راټول شي.

