د افغانستان او تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټیلیفوني تماس کې پر دې سلا شوې چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو اړیکې به لا قوي کېږي او د ګډو تخنیکي کمیټو ناستې به په منظم ډول ترسره کېږي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې خبرو کې ویلي چې کابل او دوشنبه په وروستیو میاشتو کې د اعتماد، سیاسي همغږۍ، اقتصادي تعامل او امنیتي همکاریو فضا رامنځته کړې ده، خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه بهیر اغېزمن کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې د متقي له قوله ویل شوي چې «اسلامي امارت» چمتو دی د هغو درې چینایي اتباعو د وژل کېدو د قضیې په ګډو څېړنو کې له تاجیکستان سره همکاري وکړي؛ کومه پېښه چې په تاجیکستان کې رامنځته شوې وه.
له بلې خوا د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

