شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانافغانستان او تاجکستان؛د ګډ سرحد د تثبیت او د پولې د امنیت...

افغانستان او تاجکستان؛د ګډ سرحد د تثبیت او د پولې د امنیت په تړاو ناسته کړې

د طالبانو حګومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدونو د تثبیت کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د تاجکستان د امنیتي ادارې د سرحدي ځواکونو له لوړپوړي پلاوي سره په کابل کې مهمې خبرې کړي چې د تاجکستاني پلاوي مشري د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو لومړي مرستیال میرزا زاده عبدالواحد کوله.

دواړو لورو په دې لیدنه کې د امنیتي همکاریو، د اړیکو د پراخېدو، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د کره تثبیت په اړه مفصل بحث کړی.

ملا نوري ویلي، چې افغانستان او تاجکستان د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت ګامونه اخیستي، او “اسلامي امارت” هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې ولري.

هغه زیاته کړې، چې ا”سلامي امارت” د مخدره موادو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات کړي او د “امیرالمؤمنین” ملا هبت الله له لوري په دې تړاو فرمانونه صادر شوي دي.

تاجکستاني پلاوي چې مشري یې عبدالواحد کوله هیله څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به د تفاهم له لارې د سرحد په اوږدو کې شته ستونزې حل کړي او په دې برخه کې به ګډې هڅې دوام ومومي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here