د جورجټاون په نوم د ښځو، سولې او امنیت نړیوال انسټیټیوټ له لوري د ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۶م کلونو د ښځو د سولې او امنیت نړیوال شاخص خپور شوی، چې پکې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بدترین هېواد بلل شوی دی.
د راپور له مخې د ښځو لپاره د تر ټولو بدو هیوادونو په لومړي سر کې د افغانستان بیا یمن، د مرکزي افریقا جمهوریت، سوریه، سوډان، هایټي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، برونډي، جنوبي سوډان او میانمار نومونه شامل دي.

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز سربیره پر هغوی د ټولنیزو فشارونو زیاتیدو د ښځو ژوند خورا تریخ وضیعت ته وړی.

