ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی افتخار احمد وايي، بلوڅ او ټيټيپي ډلې په افغانستان کې دي او له همغه ځایه د پاکستان د نا امنۍ لپاره کار کوي.
یاده ناسته د نړیوالې سولې او امنیت ته د ترهګرۍ له امله د راپېښو ګواښونو په اړه جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې د چین استازي ویلي، چې نړۍ دې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

