چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستاناعتراف، بخښنه او د راتلونکي مسولیت!

اعتراف، بخښنه او د راتلونکي مسولیت!

لیکوال: د فراه پخوانی والي محمد عمر شیرزاد

په دې وروستیو ورځو کې، د افغانستان له بېلابېلو کونجونو داسې خبرونه را رسېږي چې که یې جلا جلا ولولو، ښايي یوازې د ورځني کړکېچ عادي انځور وښيي؛ خو که سره وتړل شي، د یوې ژورې ناکامۍ، کمزورې بنسټ او ناتمام دولت دردناک حقیقت څرګندوي.

هغه وطن چې خلک یې د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، وچکالي یې ژوند ګواښي، کډوال یې د یخنۍ په غېږه کې کنګل کېږي، مسافر یې له قانوني اسنادو سره سره د سفر له حقه محرومیږي، بازارونه یې د یوې عادي برېښنايي شارټۍ له امله په لمبو کې ایره کیږي، او لارې یې دومره ورانې او ناتوانه دي چې یو بس موټر د سلګونو کورنیو برخلیک په یوه ګړۍ کې بدلوي.

دا پېښې یوازې طبیعي یا تصادفي نه دي. دا د هغې ادارې او بنسټیزې کمزورۍ نښې دي چې افغانستان یې له کلونو راهیسې ځپلی دی.
دا حقیقت چې موږ لا هم د اورلګېدنې د مخنیوي، د سرحدي کډوالۍ د مدیریت، د عامه ترانسپورت د خوندیتوب، د وچکالۍ د اغېزو د مهار، او د انساني کرامت د ساتنې کافي ظرفیت نه لرو، ښيي چې زموږ د دولت جوړونې هڅې نیمګړې پاتې شوي دي.

زه چې د جمهوریت په شلو کلونو کې څو ځلې د یو والي په توګه د مسوولیت برخه را په غاړه وه، نن د دې پېښو پر وړاندې یوازې د یو نندارچي په توګه نه درېږم.
زه ځان په یو ډول په دې ستونزو او دردونو کې شریک او مسوول ګڼم.
که څه هم دا ستونزې یوازې د یوه کس یا یوې ادارې پایله نه دي، خو موږ، د هغه وخت چارواکو، په مجموع کې ونه توانېدو چې د داسې بنسټونو، سیستمونو او ظرفیتونو بنسټ کېږدو چې نن د دې ډول ناورینونو مخه ونیسي یا لږ تر لږه یې اغېزې راکمې کړي.
هو، دا پاتې راتګ یو شمېر نور سیاسي او امنیتي لاملونه هم لري چې باید له پام ونه غورځول شي.

شونې وه چې ډېر کار وشي، خو ونه شو.
شونې وه چي بنسټیز اصلاحات رامنځته شي؛ خو ډېری وخت په مقطعي، نمایشي او سیاسي مصلحت‌ محوره اقداماتو بسنه وشوه. د بیارغونې تر نامه لاندې میلیاردونه ډالر ولګېدل، خو پایله یې دا شوه چې نه دوامدار زیربنا جوړه شوه، نه پیاوړی اداري سیستم، او نه هم هغه ځان بسیا دولت چې د خلکو د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو ساتنه وکړای شي.

له همدې ځایه، زه د یوه پخواني مسوول په توګه، لومړی له الله سبحانه وتعالی او بیا له خپل ولس څخه په صراحت بخښنه غواړم. دا بخښنه د شعار، سیاست یا ځان سپینولو لپاره نه ده؛ بلکې د یو اخلاقي او وجداني اعتراف په توګه ده.
موږ باید دا جرات ولرو چې ووایو، موږ هغه اندازه خدمت ونه کړ چې افغانستان یې مستحق و.

په عین حال کې زما دا تحلیل یوازې د تېر د ملامتولو لپاره نه دی، دا د حال او راتلونکي لپاره د یو صادقانه پیغام وړاندې کولو هڅه ده.
د افغانستان اوسني واکمنان باید درک کړي چې دا هېواد لا هم د دایمي ثبات او واقعي پرمختګ چانس لري؛ خو دا چانس یوازې هغه وخت عملي کېدای شي چې د واک د ځان‌شموله دایرې پر ځای، د ټول‌شموله سیاسي چوکاټ پر لور ګام واخیستل شي.

که موږ رښتیا غواړو چې وچکالي مدیریت کړو، بازارونه خوندي کړو، لارې معیاري کړو، کډوال وژغورو او د خلکو کرامت وساتو، نو دا ټول د سیاسي ثبات له بنسټ پرته ناشوني دي او سیاسي ثبات هغه وخت رامنځته کېږي چې ټول افغانان، له هر قوم، فکر او سیمې، ځان په نظام کې شریک وویني.

افغانستان نور د ازمېښتونو توان نه لري. دا وطن څو څو ځله د نیمګړو نظامونو، نیمه‌ کاره پروژو او نیمه‌ مسوولو سیاستونو قرباني شوی دی. که د تېرو څلویښتو کلونو له ناکامیو رښتینی درس وانخلو، وېره ده چې دا ډول دردناک خبرونه به لا هم زموږ د ورځني ژوند تکرارېدونکې برخه پاتې شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here