د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، که څه هم د پاکستان پر وړاندې د افغانانو نیوکې او شکایتونه د هغوی د کډوالۍ، بېکورۍ او سختو شرایطو له امله د درک وړ دي، خو دا وضعیت د پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو پایله نه ده.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانان باید د خپل ناورین د اصلي لاملونو په اړه ژوره ځانکتنه وکړي.
دراني زیاته کړې، هغه پخواني جنګسالاران او سیاسي څېرې چې د تېرو شلو کلونو د موسومې «ډیموکراسۍ» پر مهال یې افغانستان وران کړ، نن په بهرنیو هېوادونو کې په هوسا ژوند بوخت دي، حال دا چې عام افغان ولس یې جګړو، بېوزلۍ او بېثباتۍ ته پرېښی دی.
نوموړي د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې هېواد بېرته شاتګ کوي، ښځې او نجونې له زدهکړو محرومې دي او دا حالت دا پوښتنه راپورته کوي چې واکمن د اسلام کوم تعبیر وړاندې کوي.
د هغه په وینا، افغانستان د یوه ژور انساني او اخلاقي بحران پر لور روان دی.

