د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ۱۶ ورځو دوامداره تودوخې څپې له امله تر زرو زیات کسان مړه شوي دي.
یادې ادارې ویلي، دا د اسپانیا په تاریخ کې تر ټولو سخته د ګرمۍ څپه وه، چې د تودوخې کچه یې د پخوانیو څپو پرتله نږدې ۴.۶ درجې سانتي ګراد لوړه ثبت شوې او د ۲۰۲۲ کال ریکارډ یې مات کړی دی.
راپور زیاتوي، دغه ګرمي د وچکالۍ د زیاتېدو او د هېواد په شمالي او لوېدیځو برخو کې د اورلګېدنو د پراخېدو سبب شوې ده.

