شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستاناسټرالیا؛ملبورن پوهنتون د افغان مېرمنو لپاره د حقوقو زده کړو نوی پروګرام...

اسټرالیا؛ملبورن پوهنتون د افغان مېرمنو لپاره د حقوقو زده کړو نوی پروګرام پیلوي

د اسټرالیا د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان کړی چې د مونټین انسټیټوټ په همکارۍ د افغان مېرمنو لپاره د حقوقي زده کړو یو کلن پروګرام پیلوي.

راپورونه وایي، دا نوښت هغه ښځو ته ځانګړی شوی چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له کبله له زده کړو محرومې شوې دي.

د پروګرام مسؤل غلام‌شاه عادل وايي، هڅه کوي چې افغان مېرمنې بېرته خپل تعلیمي مسیر ته راوګرځوي.

نوموړي زیاته کړې، باور لري چې دا پروژه به د افغانو ښځو حقوقي مهارتونه پیاوړي کړي او دوی به د نړیوالو حقوقي بنسټونو سره ونښلوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here