د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ښځو او نجونو د ځورونو او حقونو د پراخ نقض له امله یې پر شاوخوا ۱۴۰ طالب چارواکو او اړوندو ادارو خپلواک ملي بندیزونه وضع کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې یو هېواد د طالبانو پر ضد په خپل کورني قانون کې خپلواک بندیزي چوکاټ شاملوي.
په دغو بندیزونو کې د وسلو، خدماتو، روزنې او سوداګرۍ محدودیتونه او همدارنګه د سفر بندیزونه شامل دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني هم په دې نوملړ کې شامل دي.
اسټرالیا ټینګار کړی چې بشري مرستې له بندیزونو مستثنا دي او تر اوسه یې د ښځو د ملاتړ په برخه کې افغانستان ته له ۲۶۰ میلیونه ډالرو زیاته مرسته ورکړې ده.

