چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهاسوشیټېډ پرېس:په نایجېریا کې وسله‌والو د لیسې ۲۵ نجونې تښتولې؛ یو کارکوونکی...

اسوشیټېډ پرېس:په نایجېریا کې وسله‌والو د لیسې ۲۵ نجونې تښتولې؛ یو کارکوونکی وژل شوی

د نایجېریا چارواکي وایي چې پرون دوشنبه وسله وال کسان د هېواد په شمال لوېدیځ کې یوې لیسې ته ننوتلي او له ځانه سره یې ۲۵ نجونې زده کوونکې وړې.

د برید پر مهال د ښوونځي یو کارکوونکی هم وژل شوی دی.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دې تښتونې مسوولیت نه دی منلی او نه هم څرګنده ده چې تښتوونکو دا کار د کوم هدف لپاره کړی.

په نایجېریا کې د زده کوونکو د تښتونې پېښې نوې نه دي؛ په ۲۰۱۴ کال کې د بوکو حرام ډلې په یوه مشهور برید کې له یوې لیسې څخه نږدې ۲۷۰ نجونې وړې وې چې هغه پېښې نړیوال غبرګونونه راپارولي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here