د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې رحمانالله لکڼوال، هغه افغان چې تېره اوونۍ د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتېري په ډزو وویشتل، په وروستیو کلونو کې له جدي رواني ستونزو سره ژوند کاوه.
راپور وايي لکڼوال اوږدې دورې یوازې تېرولې او کله ناکله یې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې ناڅاپي، اونیز سفرونه کول.
د هغه د کار ثبات هم له منځه تللی و او نه یې شو کولی چې دوامدارې دندې وساتي.
یاد اژانس زیاتوي چې د هغه ګډوډ حالت تر دې کچې رسېدلی و چې یو ټولنیز فعال د ده د ځانوژنې د امکان په اړه اندېښمن شو او د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې څخه یې مرسته وغوښته.
دغه اژانس وايي چې د لکڼوال په اړه خبرداری ورکوونکي ایمېلونه یې ترلاسه کړي چې د هغه د ژوند د ستونزو لا واضح انځور وړاندې کوي.

