اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وایي، د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
چارواکي وایي، په وژل شویو کې دوه افغان ښځې هم شاملې دي چې د ناقانونه تګ راتګ پر مهال وژل شوې دي.
د راپور له مخې، لومړۍ پېښه د پنجګور ښار ته نږدې شوې چې پکې وسلهوالو پر دوو موټرو ډزې وکړې، شپږ کسان یې ووژل او موټرونه یې وسوځول.
په دوهمه پېښه کې امنیتي ځواکونو پر هغه موټر ډزې وکړې چې د درولو له امر وروسته یې د تېښتې هڅه کوله، چې له امله یې دوه افغان ښځې ووژل شوې او درې کسان ټپیان شول.
چارواکي وایي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او یو شمېر نور افغان وګړي نیول شوي دي.

