اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د امریکايي او اروپايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې روسیه په پام کې لري د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) یوه محموله ایران ته واستوي.
د راپور له مخې، په دې محموله کې د هغو ایراني ډرونونو د ټکنالوژۍ پرمختللې بڼې هم شاملې دي چې روسیې مخکې د اوکراین په جګړه کې کارولې دي.
یو اروپايي استخباراتي چارواکي اسوشیټډ پرېس ته ویلي چې د روسیې او ایران چارواکو د همدې میاشتې په ترڅ کې د دغو ډرونونو د لېږد په اړه ډېر فعال بحثونه کړي دي.
بلخوا، د امریکا یو دفاعي چارواکي ویلي چې لا هم روښانه نه ده چې دا ډرونونه به ایران ته په یوه محموله کې واستول شي او که به په څو پړاوونو کې انتقال شي.
دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې دا هم معلومه نه ده چې مسکو ولې غواړي پرمختللي ډرونونه ایران ته ولېږي.

