د ملي راډیو او تلویزیون پخواني مشر اسماعیل میاخېل د طالبانو هغه څرګندونې غندلي چې وایي د پاکستان سره د مذاکراتو د درناوي له امله یې د کندهار د وروستیو پېښو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
میاخېل په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې طالبانو د دوحې د خبرو پر مهال هره ورځ افغانان وژل؛ خو د «درناوي» خبرې یې نه کولې.
هغه یادونه کړې چې طالبانو هغه مهال په افتخار ویل چې په ۱۸ میاشتو کې یې پر امریکایانو یو برید هم نه دی ترسره کړی؛ خو په افغانانو د حملو لړۍ روانه وه.
نوموړي ویلي چې افغانان د ښځو، ماشومانو او سرتېرو د وژنو پېښې نه هېروي او طالبان هره پېښه او لاسته راوړنه د خپلې ډلې د مشروعیت لپاره کاروي.
اسماعیل میاخېل پر طالبانو غږ کړی چې که په سوله او اسلام باور لري، رښتینی سوله ییز بهیر دې پیل کړي، ظلم او بندیزونه دې پای ته ورسوي، د ښځو او نجونو حقونه دې تضمین کړي او د نجونو ښوونځي دې بېرته پرانیزي.

