د ملي ټلویزیون پخوانی مشر اسماعیل میاخېل وایي، څلور کاله وروسته هم د طالبانو له واکمنۍ سره د مبارزې لپاره منسجم او د باور وړ بدیل نهدی رامنځته شوی.
نوموړي نیوکه کړې چې یو شمېر سیاستوال او مدني فعالان یوازې په ځانمحورۍ، د یو بل په تخریب، او بېځایه سیالیو بوخت دي.
هغه ویلي طالب له همدې حالت څخه د ځان په ګټه کار اخیستی.
میاخېل ټینګار کوي چې بدلون تشو شعارونو نه، بلکې ملي فکر، ګډ مسئولیت، او دوامدار عمل ته اړتیا لري.

