ایران د امریکا لهخوا د تېلو پر سکتور د نويو بندیزونو اعلان غندلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، دا بندیزونه «غیرقانوني، ظالمانه او د بشریت پر ضد جنایت» دي.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا یوجانبه بندیزونه او د اقتصادي فشار وسیله د سیاسي موخو لپاره کارول، د نړیوالو اصولو او د هېوادونو د حاکمیت ښکاره نقض دی.
بقایي وايي، دا بندیزونه د ایران د اقتصادي ودې د مخنیوي هڅه ده او متحده ایالات باید د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوي، چې د امریکا د خزانې وزارت د ایران د نفتو صادرات ترڅنګ پر ګڼ شمېر شرکتونو، کښتیو او کسانو بندیزونه ولګول.

