دوشنبه, مارچ 9, 2026
Homeکورپاڼهاسماعیل بقایي:پر اذربایجان، ترکیه او قبرس بریدونه د تهران له لوري نه...

اسماعیل بقایي:پر اذربایجان، ترکیه او قبرس بریدونه د تهران له لوري نه دي شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې پر جمهوري اذربایجان، ترکیه او قبرس ترسره شوي توغندي د ایران له خوا نه دي توغول شوي.

بقايي زیاته کړې: «موږ له سیمې هېوادونو غواړو چې اجازه ورنه کړي د دوی خاوره د امریکا لخوا ناوړه وکارول شي. دا غوښتنه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ده.»

هغه همداراز د امریکا سره د خبرو اترو په اړه ویلي: «موږ داسې شرایطو کې یو چې له دفاع پرته بل څه ځای نه لري.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here