د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې خبر ورکړی چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یو ډیپلوماټیکي پلاوي په مشرۍ د مذاکراتو لپاره له امریکا سره د خبرو اترو په موخه مسقط ته روان شوی دی.
بقایي ټینګار کړی چې دا لیدنه به د دې هدف لپاره ترسره شي چې د اټومي موضوع په اړه یوې عادلانه او باعزته هوکړې ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «هیله لرو چې امریکایي لوری هم په دې بهیر کې له مسئولیتمننې، واقعبینۍ او جديت سره ګډون وکړي.»

