د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران د اوبو په اړه د طالبان حکومت له چلنده راضي نه دی او چارواکو یې د هلمند د اوبو تړون د عملي کولو غوښتنه کړې.
نوموړي په تهران کې د خبري ناستې پر مهال وویل چې د هریرود د حقابې لیکلې هوکړه نهشته؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې برلاس هېواد د پوره تعهداتو مسوولیت لري.
بقایي زیاته کړې چې سلما بند تازه اوبه خوشې کړي او هیله یې څرګنده کړه چې دا کار د «دوستۍ بند» لامل شي.
د ده په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال غریب ابادي وروستي سفر کې د اوبو موضوع د بحث مهمه برخه وه.

