دوشنبه, اپریل 6, 2026
Homeکورپاڼهاسماعیل بقایي:د امریکایي پیلوټ د ژغورنې عملیات ښايي د یورانیومو د انتقال...

اسماعیل بقایي:د امریکایي پیلوټ د ژغورنې عملیات ښايي د یورانیومو د انتقال په هدف د فریب برخه وي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، هغه ځای چې امریکایي الوتکو د اصفهان په سوېل کې ناسته کړې، له هغه ځای سره چې مخکې ادعا شوې وه، توپیر لري او دا احتمال شته چې دغه عملیات د «فریب» په موخه ترسره شوي وي.

بقایي ویلي، ښايي د دغو تحرکاتو تر شا د یورانیومو د انتقال هدف موجود وي.

نوموړي همداراز د سیمې د وروستیو کړکېچونو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې ایران به د هر ډول ګواښ پر وړاندې کلک دریځ خپل کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here