د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، په تهران کې د طالبانو حکومت د دوو مخالفو څېرو ترور وغنده.
نوموړي ویلي، چې د دغې پېښې په تړاو څېړنې لا هم روانې دي.
بقايي ټینګار کړی، چې ایران به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د ټولنې امنیت او د هغه کسانو ژوند چې په دغه هېواد کې مېشت دي، له ګواښ سره مخ شي.
د راپورونو له مخې، تېره چهارشنبه په تهران کې د افغانستان د پولیسو پخوانی قومندان جنرال اکرامالدین سریع او د پوځ د یوه کندک قومندان محمدامین الماس په وسلهوال برید کې ووژل شول.

