شنبه, اپریل 4, 2026
Homeافغانستاناسماعیل بقایي:ایران کې د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د...

اسماعیل بقایي:ایران کې د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د وژل شویو افغانانو کورنیو سره خواخوږي څرګندوو

کابل کې د ایران سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقايي له قوله ویلي چې د امریکا او اسراییل د ۳۵ ورځني پوځي بریدونو پر مهال په ایران کې مېشت یو شمېر افغان وګړي هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یادونې له مخې، دا پېښې د هغو بریدونو پر مهال رامنځته شوې چې د متحده ایالات او اسراییل له لوري ترسره شوي دي.

اسماعیل بقايي د دغو افغانانو له کورنیو، د افغانستان له ولس او چارواکو سره ژوره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا هیله یې څرګنده کړې ده.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې ایران به د دې پېښو اړوند وضعیت تعقیب کړي او هڅه به وکړي چې اغېزمنو کسانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here