د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د امریکایي سیاستوالو د کړنو اوږده سابقه کافي ده چې وښيي واشنګټن د «ایراني ولس د ملاتړ» تر شعار لاندې په حقیقت کې څه ډول سیاست پرمخ وړي.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه ټینګار کړی چې د ۱۳۳۲ کال د اسد د ۲۸مې کودتا له تنظیم او تمویل څخه نیولې، د ۱۳۶۷ کال د ایران د مسافر وړونکې الوتکې ویشتل، د صدام حسین د اته کلنې جګړې پراخ ملاتړ، له اسرائیلو سره په ګډه د ایراني وګړو ترور او د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي پر مهال پر ایراني بنسټونو بریدونه، او همدارنګه سخت اقتصادي بندیزونه، ټول د امریکا د ادعا شوې «همدردۍ» ښکاره بېلګې دي.
بقایي زیاته کړې، چې امریکا نن هم د ایراني ولس د خواخوږۍ تر پلمې لاندې ایران ګواښي، حال دا چې دا کړنې د نړیوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی و، که یې لاریونوالو سره له تاوتریخوالي کار واخیست نو واشنګټن به د ایراني معترضینو او لاریونوالو پر ملاتړ عملي ګامونه واخلي.

