د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې امریکا او اسراییل د ایران پر ضد روانه جګړه کې د دغه هېواد علمي بنسټونه او کلتوري میراثونه په قصدي ډول په نښه کړي دي.
نوموړي ویلي چې د تېرو شاوخوا ۳۰ ورځو جګړې اصلي هدف د ایران د علمي زېرمو له منځه وړل دي، نه د اټومي پروګرام مخنیوی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې جګړه اوس دوهمې میاشتې ته داخلېږي او په تهران کې د تازه چاودنو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
بقايي ویلي چې په اصفهان کې د ټکنالوژۍ پوهنتون او په تهران کې د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون د هغو علمي مرکزونو له جملې څخه دي چې د بریدونو هدف ګرځول شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د اټومي پروګرام او بېړني ګواښ په نوم خبرې یوازې د جګړې لپاره پلمې دي.

