ایران د پاکستان په اسلامآباد کې د محکمې مخته برید چې د خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب شوی، سخت غندلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه پیغام کې د پاکستان له خلکو او حکومت، په ځانګړې توګه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.
بقایي د ترهګرۍ او افراطګرۍ پر وړاندې د ایران د اصولي دریځ یادونه کړې او د ترهګرۍ د له منځه وړلو او له ریښې د ورکېدو په اړتیا یې ټینګار کړی دی.
هغه همدارنګه د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې تر څو د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.

