اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) مشرې فلیپا کنډلر او ورسره د افغانستان لپاره د دې ادارې د بهرنیو اړیکو څانګې غړي چارلي ګوډلیک سره لیدلي.
یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې لیدنه کې ښاغلي شکیب یاد پلاوي ته ویلي، که څه هم د UNHCR مرستې د افغان مهاجرینو اړتیاوو ته په کتو کافي نه دي، خو د ستایلو وړ دي چې دا اداره په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزمن وضعیت له نژدې څاري او نړیوالو ته یې رسوي.
شکیب یاد پلاوي ته ویلي چې، په پاکستان کې د پاتې افغان مهاجرینو، محصلینو او نورو افغان اتباعو ستونزې جدي دي او نړیوالې مرستې باید زیاتې شي، څو د هغوی د ژوند شرایط ښه شي.

د خبرپاڼې له مخې, آغلې فلیپا کنډلر د مالي امکاناتو د کمښت یادونه کړې، او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري هڅه کوي تر خپلې وسې پورې له افغان مهاجرینو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
چارلي ګوډلیک بیا ویلي، چې د دوی اداره له ایران او پاکستان څخه ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پروګرامونه لري او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مرستې به د طالبانو له حکومت سره په همغږۍ کې همداسې روانې وساتل شي.

