چهارشنبه, مارچ 25, 2026
Homeافغانستاناسلامي پراختیايي بانک؛په کابل کې د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت ۱۰۰...

اسلامي پراختیايي بانک؛په کابل کې د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت ۱۰۰ بستریز روغتون جوړوي

اسلامي پراختیايي بانک اعلان کړی چې په کابل کې به د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت یو ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړ کړي.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په وینا، دغه روغتون به په ځانګړي ډول د زړه او سینې د ناروغیو درملنه د هېواد دننه په مناسب لګښت برابره کړي او ترڅنګ به د تخصصي زده کړو لپاره هم مهم مرکز وي.

د پروژې د سروې، نقشې او ډیزاین چارې د ماليې وزارت، اسلامي پراختیايي بانک، قراردادي شرکت او اړوندو ادارو له لوري پيل شوي او تمه ده چې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here