اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسراییل حکومت په ایران کې د معترضانو د ډلهییزو اعدامونو تازه معلومات د امریکا حکومت ته ورکړي دي.
د راپور له مخې، دا معلومات د هغو تضمینونو پر خلاف دي چې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې له ایراني چارواکو یې ترلاسه کړي دي.
تر دې وړاندې ټرمپ ادعا کړې وه چې د ایران پر ضد د برید د ځنډ یو لامل د سلګونو نیول شویو معترضانو د اعدام د حکم لغوه کېدل وو؛ خو ایراني نظام دا خبره رد کړې ده.
راپور زیاتوي چې امریکا د اعدامونو په اړه شواهد لري او اسراییل د دغو معلوماتو په راټولولو کې رول لوبولی دی.

