د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې بنیامین نتانیاهو یې د خپلې سیاسي بقا لپاره د غزې د جګړې د اوږدولو په تور تورن کړی و، او دا یې “توهین، دروغ او د بېاعتباره سیاسي فعالانو تکراري خبرې” بللي دي.
د دفتر په وینا، د نتانیاهو مشري ددې سبب شوې چې د نړیوالو او کورنیو مخالفتونو سره سره د حزبالله، د اسد رژیم، حماس او د ایران د اټومي ګواښونو پر ضد مهم عملیات ترسره شي.
بیان زیاتوي، که نتانیاهو د لوړپوړو امنیتي چارواکو مشورې منلې وای؛ نو دا بریاوې به نه وای ترلاسه شوې؛ ځکه هغوی ترې غوښتې و، چې د حماس شرایط ومني او جګړه ژر ختمه کړي.
دفتر وايي، نیویارک ټایمز چې د کومو کسانو له خولې خبرې کړې، هغوی هماغه چارواکي دي چې نتانیاهو یې مشورې رد کړې او اوس برطرفه شوي دي.

