اسراییلي ځواکونو د کرانه باختري د المغیر کلي سلګونه د زیتون ونې له منځه وړې دي.
د فرانس پرېس آژانس د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د اسراییلي بلدوزرونو په ملاتړ پوځیان سیمې ته داخل شوي او کرنیزې ځمکې یې تخریب کړې دي.
ویل کېږي، له اویا کلونو زیات عمر لرونکي زیتون باغونه ایستل شوي دي.
ځایي کرنیز انجمنونه خبرداری ورکوي چې دغه کړنې ښايي د لویدیځې غاړې نورو سیمو ته هم وغځېږي.
د اسراییلو پوځ ادعا کوي چې دغه عملیات د یوه وسلوال برید له پېښېدو وروسته پیل شوي دي.

