د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د مې له ۲۷مې نېټې راهیسې، د اسراییلي ځواکونو لهخوا په غزه کې د مرستو د وېش پر ځایونو بریدونو کې ۵۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۴۱۸۶ نور ټپیان شوي دي.
وزارت وايي، چې دغه کسان هغه مهال هدف وګرځېدل، کله چې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره صفونو کې ولاړ ول.
د جګړې له پیل راهیسې د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام د نړیوالې ټولنې جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

