د اسراییلو رسنیو د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې موساد په ایران کې یوه پټه اډه د ځانمرګو بېپيلوټه الوتکو لپاره جوړه کړې وه.
دغه بېپيلوټه الوتکې له اوږدې مودې وړاندې ایران ته داخل شوې وې او د اسراییلو ځینې توغندي هم د ایران له خاورې څخه توغول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې موساد او د اسراییلو پوځ د ایران پر ستراتیژیکو توغندیو پټ او پیچلې عملیات ترسره کړي دي.
راپورونه وایي چې د موساد ځانګړو ځواکونو په ایران کې په مرکزي سیمو کې دقیقې هدایت شوې وسلې له مخکې ځای پر ځای کړې وې.

