د اسراییلي پوځ راډیو خبریال راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکایي پوځ پنځه ترانسپورتي الوتکې د اسراییلو په نواتیم هوايي اډه کې ښکته شوې دي.
د اسراییلي سرچینو د راپور له مخې، دغه الوتکې درنې وسلې او مهمات لېږدوي، چې موخه یې د غزې جګړې د احتمالي پراخېدو لپاره چمتووالی او همداراز پر ایران د احتمالي برید لپاره د اسراییلو ملاتړ ښيي.
امریکا، چې د اسراییلو نږدې متحد بلل کېږي، له څو اوونیو راهیسې د منځني ختیځ وضعیت ته جدي پام اړولی او له خپلو پوځي اډو څخه یې د تجهیزاتو او ځواک انتقال زیات کړی دی.
دا پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې د غزې جګړه لا هم روانه ده، او سیمهییزې اندېښنې د یوه پراخېدوونکي جګړې له امله زیاتې شوي دي.

