اسراییلي جګړهيي جیټ الوتکو د غزې په لوېدیځ کې یو استوګنیز برج په بشپړه توګه ونړاوه.
یاد برج له دې وړاندې هم څو ځله د اسراییلي بریدونو ښکار شوی و، خو دا ځل جګړهيي الوتکو په بشپړ ډول ونړاوه.
عیني شاهدان وايي چې برید د ښار پر ګڼ مېشتې سیمې ترسره شوی او ښایي پراخه مرګژوبله هم ولري.

